IQNA

د تفسیرونو  او مفسرانو معرفی کول/2

د قرآن کریم  ترټولو پخوانی بشپړ تفسیر

16:16 - August 31, 2022
د خبر لمبر: 3486164
ایکنا-(تهران)د مسلمانانو په دریم نسل کې ترټولومهم تفسیر،د مقاتل  بن سلیمان؛تفسیردی ، دهغه لوي او عالم مفسّر تفسیر دی چې په لوي خراسان کې ئې ژوند  کاوه  او دا د قرآن کریم یو تر ټولو پخوانی بشپړ تفسیر حسابیږي چې  مونږ ته رسیدلی دی.

د مسلمانانو په دریم نسل کې(د تابیعینو په پیروکاروکې) ترټولو مهم تفسیر، د مقاتل بن سلیمان تفسیر دی او د لیکوال  کومه مستقله نامه نه لری . ؛مقاتل بن سلیمان،ددغه تفسیر لیکوال دی او یو لوي مفسّر بلل شوی دی .  دغه اثر،د قرآن کریم تر ټولو پخوانی بشپړ تفسیر دی  چې تر مونږ رسیدلی دی. دغه اثر دتاریخ په اوږدو کې تل د څيړاندو دتوجه مرکز ګرځیدلی دی  او اوس  ئې دډيرو خلکو په لاسونو کې نسخې ترسترګو کیږي.

ابوالحسن مقاتل بن سلیمان بن بشیرازدي د دوهمې هجري قمري پيړۍ( اتم میلادي پيړۍ) یو مشهور مفسر او محدت دی .

هغه  له ۷۰۰کاله  تر ۷۱۰ میلادي کال ترمینځ په مودې کې  په اوسني افغانستان  کې واقع بلخ ښار کې چې د مخکینی خراسان یو ښار دی ، زیږیدلی ؤ. هغه له یوې مودې وروسته  له بلخ څخه مرو(اوسني ترکمنستان) ته منتقل شو او تر یوې مودې پورې دلته هستوګن شو او همدلته ئې واده وکړ. مقاتل له دې وروسته بیا عراق ته لاړ او په بصرې ښار اوورسته  په بغداد کې هستوګن شو او لازیات مشهور شو او د  تفسیر او حدیثو په شیخ مشهور شو.

دغه ځانګړنې پر دې سربیره چې دټولو آیتونو تفسیر پکې شاملدی ، لامل شوی چې مقاتل تفسیر  له تالیف سملاسي وروسته ، دمؤلف  دحیات په وخت کې دود شو او نسخې ئې په مختلفو ټاتوبو کې دحدیثو   اصحابو اولویانولاس ته ورسید او ورباندې ئې قضاؤت وکړ.

جوړښتي چوکاټ؛ دغه تفسیر د قرآن کریم درست آیتونه په یوه بل پسې  اوهرچرته چې ئې ضرورت درلود،تفسیر کړی دی.عقل او نقل، دواړه رعایت شوي دي او په لنډو  او کوټلو عبارتونو سره  او په عین حال ې آسان او  روان انداز سره،لازیات دقرآن د تفسیر به اساس په قرآن ئې تکیه کړې ده.د مطلبونو په ورد او  او خروج کې د مفسر کلی روده داسې ده چې په پیل کې د د سورې  په مکي یا مدینې نازل شونه  او د آیتونو شمیر مشخص کوي. بیا د قرآن آیتونه پخپل غوره انداز کې د نورو آیتونو په مرستې سره معنا پيدا کوي. له معنا وروسته،دهر یوه آیت د نازلیدا  ځای بیانوي.د نزول شان په اصطلاح کې په دې معنا دی چې د هر آیت د نازلیدیا یووخت والی  هغه تاریخي پيښې چې  معمولا د نازلریدا دلیل دي ،شرح کوي.

لکه اشاره وشوه ،ددغه تفسیر یوه ځانګړنه ،د قرآن د تفسیر روده په قرآن ده چې د قرآن کریم پر کلیاتو د مؤلف دمسلط کیدا په واسطه ، په ترټولو ښکلي انداز سره ترسره   شوې ده . د اثر  یوه بله ځانګړنه،دهغو آیتونو ترمینځ وحدت او غږملتیا ده چې د هغوی ظاهري معنا اپوټه ښکاري.

لیکوال د نورو متفکرانو پر لیدتوګې په کرکتنې او نقلونې کې ،په اختصار سره خبرې کړي او جدلي بحثونو ته ئې څه خاص مخه نه ده کړې. ددغه تفسیر بل خوند او امتیاز دا دی چې په لږحجم کې ئې ډيره بډایه محتوا وړاندې کړې ده او په مختصر کیدا کې غوره امتیاز لري.

ددغه تفسیر اهمیّت تر دې حده دی چې  ددغه اثر دتالیف څه دپاسه دولس پیړۍ تیریږي،خو تر دې دمه  دغه تفسیر،په مخاطب کې دا احساس رامینځةکوي چې ګواکې د نن لپاره لیکل شوی دی. که څه هم  دتخصصي  موضوعګانو دمطرح کیدا په دلیل، متخصصان ورڅخه لازیاته استفاده کوي او دعامو مخاطبانو لپاره داستفادې وړتیا ئې کمه ده،یعني  عام مخاطبان ورڅخه ښه او غوره استفاده نشي کولی او ورباندې پوهیدا ئې ګرانه ده .

captcha